له نن ۷۳ کاله وړاندۍ د نړۍ پر نقشه د پاکستان په نوم هېواد نه وو 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، د دويمې نړيوالې جګړې وروسته په کابل ۱۹۴۷ کې، د بريتانوي هند په نوم ستره جغرافيه په دوه برخو سره ووېشل شوه. همدا نن ورځ يانې د اګسټ مياشتې ۱۴مه؛ له نن ۷۳ کاله وړاندې د ځمکې پر سياسي نقشې د پاکستان په نوم هېواد جوړ شو. 

نن د پاکستان د بېلېدو ۷۳مه کليزه ده. د پاکستان د هغه وخت مبارز محمد علي جناح په هڅو پاکستان له هندوستان بېل شو او د يو خپلواکه هېواد په ډول راڅرګند شو. د هندوستان او پاکستان د بېلتون پر مهال، کمشير جنجالي سيمه پاتې شوه او تر نن ورځې ياده سيمه همداسې جنجالي ده. 

بريتانيا د هندوستان او پاکستان د وېش او دوه هېوادونو په ډول د منځ ته راتګ پر نوم، د لوی افغانستان هغه برخه چې امير عبدالرحمن بريتانوي هند ته ورکړې وه، د پاکستان برخه حساب کړه. 

دا چې افغانستان د ډيورنډ کرښې تړون له بريتانوي هند سره کړی وو، خو د پاکستان په منځ ته راتګ سره د ډيورنډ کرښې جنجالي موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوه. پاکستان په دې پار چې افغانستان د ډيورنډ کرښې هغه غاړه خاورې د دعوا توان ونه لري، په تېرو ۷۳ کالونو کې يې داسې پلانونه پلي کړل، ترڅو دې خوا افغان حکومت او ولس په ستونزو کې وساتي او کمزوری يې کړي. 

د پاکستان په اړه د افغانانو ترمنځ تر ډېره په دې اجماع شتون لري، چې پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام او کمزوري افغانستان پالېسي او سياست لري، چې تر يو بريده په دې سياست کې بريالی شوی هم دی.