د لېکوال او شاعر سليمان لايق جنازه نن کابل کې خاورو ته سپارل کيږي 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، د پښتو ژبې د وتلي لېکوال او شاعر سلېمان لايق جنازه نن ورځ د دولتي مراسمو په ترڅ کې کابل کې خاور ته سپارل کيږي. سليمان لايق نېږدې لس ورځې وړاندې د لوی اختر په شپه ومړ چې وروسته جسد يې کابل ته راوړل شو. 

د نوموړي جسد د سردار محمد داوود خان  په روغتون کې ساتل کېدو او ټاکل شوې ده چې نن ورځ د ځانګړو دولتي مراسمو په ترڅ کې خاور ته وسپارل شي. سلېمان لايق له پښتو وراېخوا په دري ژبه هم شعرونه لېکلي وو. 

سلميان لايق تېر کال د کابل په شش درک کې يوې چاونه کې ټپي شو او کورنۍ يې وايې چې د همهغه ټپونو پر اساس يې ساه ورکړه.