ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ

روهي (دوه نۍ/۲۰ د زمري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په یو لړ مراسمو کې د نظامي منسوبینو د مجازاتو د تخفیف او بښنې فرمان او د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز لېست کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر رئیس او د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي رئیس هم حضور درلود.

جمهوررئیس د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر اساس، د هغو نظامي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د تخفیف او بښنې په اړه راغلي دي: د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.

همداراز په دې ماده کې ذکر شوي دي: هغه منسوبین چې پر پنځو کلونو بند سربېره په نغدي جزا محکوم شوي دي، د هغوی نغدي جزا هم بښل کېږي.

د دې فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نه کوي.

په همدې ترتیب، جمهوررئیس په دې مراسمو کې، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب چې د هغې د پرېکړه لیک دویمې مادې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول تائید کړي د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ."