فاریاب کې پر ۷ کلنې جېنۍ جنسي تېری کوونکی سر تېری ونېول شو

روهي (دوه نۍ/۲۰ د زمري)، نن ورځ فاریاب ولايت، پُل څرخ کې یو سر تېری د جنسي تېري په تور ونیول شو یاد سر تېري د یوه نۍ په ورځ د زمري په ۱۹ پر يوې ۷ کلنې ماشومې جنسي تېری کړی وو.

وېل کېږي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا، هیبت الله علي زی چې د یادې قول اردو مشر دی د تورن سرتېري د نېولو له پاره فاریاب ولايت ته سفر وکړ او تورن يې ونېولو.

له بلې خوا، د یادې پېښې وروسته خلک ډېر په غوسه شوي وو او په لاریونونو يې لاس پورې کړ، چې په پایله کې یو سرتېری هم ووژل شو.

همدارنګه، هیبت الله علي زي د فاریاب خلکو سره ژمنه کړې ده، چې تورن کس به قضايي ارګانونو ته پېژندل کېږي.

ښاغلي هیبت الله ورزیاته کړې، چې هېڅ سرتيري او پوځي کس ته به اجازه ورنه کړي، چې له خپلې دندې او پوځي رتبې ناوړه ګټه پورته کړي.