پاک شهید (لنډه کیسه)



ښځه انتظار وه، د کوټې بازاوان ته یې وچې سترګې نیولې وې، کله کله به یې خوب سترګې درنې کړې، خو ځان یې خوب ته نه ورکول، ژر به یې پام په بله کړ تر څه وخت وروسته خوب پرې زورور شو.
 
دروازه وټکیده په بیړه ور ولاړه شوه، په وږه پروت ټیکری یې په بې پروایۍ په ککرۍ تکیه کړ، په یوه منډه یې ځان د دروازې شا ته ورسول دروازه پورې وه، څوک نه ښکاریدل.

څو قدمه نوره هم ور وړاندې شوه، ورو یې وویل:
ــ څوک یې؟ 
غږ یې وانه ورید،  بیا ځل تکرار ته یې خوله جوړوله چي  اتلس کلن ځوان راښکاره شو.په بیړه یې ځان د ښځې په غیږ کې وا چول، ښځه لکه بې صده چي وي، کوم حرکت یې نه درلود، حیرانه وه؛ یوازي یوې جملې یې په غوږ کې ازانګې کولې:
ــ ادې رالم (راغلم)، ادې رالم ادې .... 
بوډۍ د ځوان سر په خپلو لاسونو ټینګ نیولی و، څو ځله یې په یوې او بلې خوا مچ(ښکل) کړ، تر یو څه حیرانتیا وروسته یې څه په یاد شول،ورسره یې تیره کوکه له خولې ووته، په دیوال ناستې مرغۍ والوتې، ژر د کلا له خړ دیواله لرې ورکې شوې. 
 
ښځې په ژړا ژړا کې وویل: 
ــ ځوانیمرګه غم دي لړمون را ته خوړین کړی. بیا یې ژړا زور ونیو،څنګ ته یې غځیدلې،انجلۍ ځان ور ټول کړ،  په خپل جای کې نیغه کیناسته، توره تیاره وه هیڅ نه ښکاریدل. 

انجلۍ  په تیاره کوټه کې د ښځې جای د هغې له زګروي او وړو وړو سلګیو معلوموای شو انجلۍ په رډو رډو کونج ته کتل، لاس یې د څه شي په لټه په ځمکه وښویاوه له سر سره یې ایښې لاسي بتۍ په لاس ورغله، توره کوټه خفې رڼا ونیوه. بوډۍ ور ښکاره شوه په خولې مخ یې غټه اوښکه روانه وه. 

زړه نا زړه یې غږ کړ:  
ــ ادې!
ښځه لکه لا له وړاندي چي ویښه وي وویل: 
ــ ام! اه! زوی څه وایې؟ 

انجلۍ د بوډۍ څنګ ته ور وښوېده، دادځل یې په زړورتیا وویل: 
ــ ولي دي په زوره زوره زړل؟
له ښځې ځواب ورک و.
انجلۍ وویل:
دوه واري دي د لالا نوم ام (هم) واخیست زه ویښه وم  
ښځي بیاهم څه ونه ویل
انجلۍ په خواره خوله وویل:
ــ لالا دي یادیږي؟ د ما هم په کوران ډیر یادیږي ، ابله شپه مي په خوب لید زه، ته او لالا دری سره ماسپین په چوتره کې د ماسپین چی (چای) چښوو ...

ښځي خپله اووه کلن لور غیږ ته ور نیږدي کړه، ټینګه یې په خپل ټټر پوري ونیوه، ورو یې وویل:
  ــ دوا (دُعا) ورته کوه، لالا جان دي پاک شهید ده ... 
په دې کې یې اړخ بدل کړ ژوره ساه یې واخیسته: 
ــ آه! خدایه صبر، خدایه صبر، خدایه! ...
پای

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ