ډاکټر عبدالله عبدالله: له ولسمشر غني مننه کوم چې لويه جرګه يې را بللې وه

روهي (يوه نس/۱۹ د زمري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبد الله چې د سولې مشورتي  لويې جرګې مشري يې هم درلوده، د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشي کول د بين الافغاني خبرو پر وړاندې وروستی خنډ بللی چې اوس له منځه تللی. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د سولې مشورتې لویې جرګې د سولې پروړاندې وروستی خنډ هم لرې کړ، موږ او تاسې انشاالله د سولې خبرو اترو پیل ته نږدې شوي یو، ستاسو د ټولو نظرونه موږ ته د قدر وړ دي، تر کومه چې شوني وي د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پرېکړه لیک عملي کولو ته ژمن دی. 

پدې جرګه کې ټولو ګډون لاره او له دې جرګې یې ملاتړ وکړ، سره له دې چې د هېواد په کچه د جرګې په تړاو پوښتنې وې؛ خو ټولو ترې ملاتړ وکړ، چې الحمدالله په خیر سره پای ته ورسېده، یوځل بیا له ولسمشر څخه مننه کوم، چې د سولې پروسې د بریا لپاره یې د سولې لویې مشورتي جرګې په جوړولو سره، سولې ته د رسېدو په برخه کې اجماع برابره کړه.

یو ټکی ډېر مهم وه، چې د لویې جرګې په جریان کې هیڅ حکومتي چارواکي مداخله ونکړه او نه یې پرې کوم تاثیر لاره، چې د جرګې د غړو او د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف وي."