د متحدو ايالتو دفاع وزير: افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر ۵زرو ته کمو 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو مارک اسپر ويلي چې غواړو د نومبر میاشتې تر پایه د خپلو پوځیانو شمېر له ۵۰۰۰ راټیټ کړو.

د امریکا دفاع وزارت هوډ لري چې د کانګرس غړي پر دې پلان خبر کړي او ځان ډاډمن کړي چې "د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه د راتلونکو ترهګرو د ګواښونو هدف نه ګرځي".

نوموړي په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دي چې افغانستان کې له تېرو دوه ورځو د سولې مشورتي لويه جرګه روانه ده چې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه حکومت ته مشوره ورکړي.