عبدالله عبدالله: د  سولې مشورتي لويې جرګې پایله به سبا ته اعلان شي

د مشورتي سولي لويې جرګې رییس عبدالله عبدالله نن ورځ په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د لويې جرګې پرېکنده پرېکړه به سبا ته اعلان شي.

ښاغلي عبدالله ورزیاته کړې، د لويې جرګې کاري کمېټې خپل فاینل لېد لورې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په هکله بیان کړي دي، چې د هغو منځ کې مخالف لېد لورې هم شتون لري، چې ټولو ته په کتو سره سبا ته به پرېکنده پرېکړه اعلان کړو.

ښاغلي عبدالله د خبرو په پایله کې ذکر کړې، چې مونږ، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د يوې مثبتې پایلې په هېله یو.