ډاکټر عبدالله عبدالله:  ۴۰۰ طالب بنديان ټول افغانان دي او بهرنيان په کې شتون نه لري 

روهي (نۍ/۱۸ د زمري)، د مصالحې عالي شورا او د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته کابل کې رسنيزه ناسته درلوده او د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د جوړې شوې لويې جرګې په اړه يې مالومات ورکړل. 

ډاکټر عبدالله عبدالله د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو په منځ کې د کوم بهرني هېواد جنګيالي شتون نه لري او دغه ټول بنديان طالبان دي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې که چېرې د دوی ترمنځ د يو شمېر نورو جرمونو بنديان شتون ولري، خو دغه نوملړ دوی ته طالبانو سپارلی دی او د طالبانو په نوم يې پېژني. 

ډاکټر عبدالله عبدالله دا هم ويلي دي چې په لويه کې د جرګې کمېټې د طالب بنديان په مشروط خوشي کېدو سره هوکړه شوي دي خو رووستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي.