د ولسمشر د ساتنې ځانګړي ریاست: پي پي اس د بلقيس روشن په وهلو - ډبلو کې لاس نه لري 

روهي (نۍ/۲۸ د زمري)، تېره ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو پر مهال، د فراه استازې بلقيس روشن اعتراض وکړ، چې د جرګې د امنيتي کسانو له خوا له تالار واېستل شوه. 

د ولسمشر د ساتنې ځانګړي رياست د يادې پېښې په اړه په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، "ولسمشر په ټولو برنامو کې د پي پي اس کړنې مسلکي او معیاري دي او د دې ریاست هیڅ غړی د تاوتریخوالي وړ کړنه نه ترسره کوي. 

موږ د تېرې ورځې د ترسره شوې کړنې په اړه تاسف کوو، هغه کس چې له بلقیس روشن سره کوم چلند کړی د پي پي اس غړی نه دی او په قوي احتمال د جرګې کوم مسؤل کارکونکی به وي. د پېښې د لاښې روڼتیا لپاره ښه ده چې څېړنې وشي. په ډاډ سره وایم چې په دې پېښه کې پي پي اس لاس نه لري."

د يادونې ده چې نن ورځ هم د بلقيس روشن سره د تېرې ورځې شوي چلند په اړه د لويې جرګې عمومي ناسته ګډه وډه شوه او د جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ژمنه وکړه، چې ياده پېښه به وڅېړل شي.