آيا کاټرينا کېف مسلمانه ده؟ 

د هندوستان د بالېوډ سېنما د مشهورې لوبغاړې کاټرينا کېف د دين او عقيدې په اړه بيلا بيل مالومات وړاندې کيږي، او تر ډېره دي په خپله هم په دې اړه څرګند ځواب نه وايي. کاټرينا کېف په ۲۹۸۳ز کال کې د بريتانيا تر سلطې لاندې  هنګ کنګ کې زږېدلې وه. دی اوس مهال ۳۷ کلنه ده. 

کاټرينا کېف د انګستان طعبيت درلود، انګلستان کې لوی شوې او زده کړې يې کړې وې. خو له انګلستان وراېخوا يې د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې لکه چين، جاپان او سويس کې هم ډېر ژوند کړی دی. نوموړې کالونه وړاندې هندوستان ته لاړه او په ممبۍ کې مېشته شوه. 

د کاټرينا کېف پلار مسلمان دی او محمد  کېف نوميږي. د کاټرينا کېف د پلار په اړه ويل کيږي چې اصلي د کمشير دی خو انګلستان کې مېشت شوی، د هغې ځای تابيعت يې اخېستی او هلته سوداګري کوي. د کاټرينا کېف مور سوزانا تورګوټ نوميږي چې په خټه د انګلستان هېواد ده. 

د کاټرينا کېف پلار مسلمان وو او د نوموړي تخلص هم د پلار تخلص دی. دا هم ويل کيږي چې کاټرينا کېف تر هغه وخته چې پلار او مور يې سره جدا شوي نه وو، مسلمانه وه او دا يې په ډاګه کړې وه، خو چې کله يې پلار او مور سره جدا شول نو تر اوسه د خپل دين په اړه ډېر څه نه وايي. 

نوموړي په يوې مرکې کې ويلي وو، "له بدمرغه زمونږ پلار زمونږ د ټولنيز ژوند او دين په اړه مونږ ته هېڅ پاملرنه نه دې کړې او دې برخو کې توجه نه درلوده."

د کاټرينا کېف په اړه ويل کيږي چې اوس مهال په سېکولار عقيده ده، خو ډېری په دې اند دي چې نوموړي اوس هم مسلمانه ده. د کاټرينا کېف د پېژندګولوي په برخه کې ډېرۍ رسنۍ د نوموړې دين اسلام ليکلي.