روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، د فېسبوک ټولنيزې شبکې د شمر مارک زوکربرګ شخصي پانګخ سل مېلېارده امريکايي ډالرو ته ورسېده. دی اوس د نړۍ د هغه کسانو په نوملړ کې دی، چې تر سل مېلېارده امريکايي ډالرو پيسې لري.
سږ کال چې نړۍ کې کرونا ويروس هم خپور شوی وو، د مارک زوکربرګ شتمني ۲۲ مېلېارده ډېره شوه. د فېسبوک د بنسټګر د شتمنۍ د ډېرېدو لامل کرونا ويروس ښوودل شوی، ځکه ډېری کسان ان لاين راکړې - ورکړې ته په کې مخه کړې.
د فېسبوک د مشر مارک زوکربرګ ترڅنګ، د مايکرو سافټ مشر بېل ګېټس او د مازون مشر جیف بېزوس هغه کسان دي چې شخصي شتمنۍ يې له سل مېلېارده امريکايي ډالرو پورته دي.
وروستي