اتمر: تېرو ۱۹ کالونو کې د حکومت ستر تېرونه دا وه چې طالبانو سره يې ژر روغه ونه کړه 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر د امريکا د هویر په نوم د مطالعاتو يو مرکز سره خبرو کې ويلي دي چې طالبانو سره د روغې - جوړې ځنډول په تېرو ۱۹ کالونو کې د افغان حکومت تېروتنه وه. 

اتمر ويلي دي چې تېرو ۱۹ کالونو کې افغان حکومتونو بايد طالبانو ته يو باعزته وړانديز کړی وای چې له لارې يې دوی له جګړې لاس پر سر شوې وای او له حکومت سره يو ځای شوې وای. 

محمد حنيف اتمر د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې جمهوريت او بشري حقونه به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت لپاره سرې کرښې وي. 

طالبانو نېږذې ۱۹ کاله افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې جګړې کړې، چې همدا کال يې امريکا سره د سولې تړون لاسليک او تمه ده چې په نېږدې وخت کې افغان حکومت سره هم د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.