نن د ډاکټر نجيب الله د زوکړې ورځ  ده؛ دی له نن ۷۴ کاله وړاندې ګرديز کې زږېدلی وو

پخوانی افغان ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله په ۱۹۴۷کال د اګسټ مياشتې په شپږمه نېټه د لويې پکتيا په مرکز ګرديز کې وزږېد. د ډاکټر نجيب الله د پيدا کېدو پر مهال افغانستان کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه پاچاهي وه. شهيد ډاکټر نجيب الله د پکتيا مرکز ګرديز او سيدکرام ولسوالۍ ترمنځ ميلان نومي کلي کې زږېدلی وو. 

دغه پخوانی افغان ولسمشر په قوم پښتون، بيا احمدزی او غلجی وو. ډاکټر نجيب الله د کابل په حبيبه عالي لېسه کې زده کړې وې او بيا يې د کابل پوهنتون کې د طب پوهنځۍ بشپړه کړې وه. ډاکټر نجيب الله د زده کړو ترڅنګ وېش سياسي او مدني فعال وو چې تر ولسمشرۍ په کې ورسېد. 

شهيد ډاکټر نجيب الله نن ورځ ۷۴ کلن شو، خو دی په ژوندون ده يوازې د خپل عمر ۴۹ پسرلي تېر کړی دی. ډاکټر نجيب الله په ۱۹۹۶ز کال کې د سپټمبر مياشتې په ۲۷مه نېټه په کال کې د طالبانو له خوا اعدام شو. 

د مجاهدينو او د وخت حکومتونو ترمنځ د جګړو پر مهال د ډاکټر نجيب الله له خوا د سولې  هڅې هغه څه دي، چې ولس يې د ډاکټر نجيب الله د قربانيو او هڅو په نوم پېژني. د شهيد ډاکټر نجيب الله له مړينې نېږدې ۲۴ کاله تيريږي، خو دی له هم د افغانستان د اکثر ځوان نسل په زړونو کې ژوندی دی.