د لويې جرګې غړي هغه پخواني کسان دي خو مشري  به يې د چا په غاړه وي؟ 

روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، ټاکل شوې ده چې د همدې اوونۍ جمعې په ورځ کابل کې لويه جرګه جوړه شي. دغه جرګه د زمري مياشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه نېټه تر سره کيږي. د جرګې غړي د تېر کال لويې مشورتي جرګې غړي دي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي دي چې که څه د تېرې مشورتي لويې جرګې غړي دغه جرګه کې هم راغوښتل شوي دي، خو تر اوسه د جرګې د مشر په اړه پرېکړه نه ده شوې. د تېرې لويې مشورتي جرګې مشري جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف کوله. 

صديقي ويلي دي چې د دغه جرګې د جوړېدو په اړه به نن ډېر جزئيات ورکړي خو د اصلي موخه يې د نېږدې ۴۰۰ طالب بنديانو خوشي کېدل دي. حکومت تر اوسه د طالبانو نېږدې ۵۰۰۰ بنديان خوشي کړي دي او د پاتې په اړه يې خبرې لري. 

د يادونې ده چې دا جرګه به داسې وخت کې را غوښتل کيږي چې تر اوسه هم هېواد کې کرونا ويروس له منځه نه دی تللی او هره ورځ په کم شمېر مثبتې پښې ثبتيږي.