کرزی: د سولې پر وړاندې منفي هڅې ناکامه  او سوله حتماً راځي 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په يو اختريز پيغام کې هېواد د سولې راتګ لپاره هيلې ښوودلې ده. د نوموړي له رسنيز دفتر څخه رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويل شوي دي چې د افغان سولې پر وړاندې منفي هڅې ناکامې دي. 

"د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله خپلې نېکې هیلې او د زړه له کومې مبارکۍ ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم. هیله لرم چې د اختر شپې او ورځې مو له خپلو کورنیو او دوستانو سره له خوښیو په ډکو شېبو کې ونمانځئ او د کرونا ساري ناروغۍ له شیوع څخه د مخنیوي په خاطر د صحي کارکوونکو لارښونو ته په کلکه پاملرنه وکړئ.

په هېواد کې د جګړې د ختمولو او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره کوښښونه په پوره شدت سره روان دي. که څه هم په دې وروستیو کې عمداً د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړېږي چې متاسفانه قیمت یې د افغانستان خلک د سر به بیه ورکوي، خو دغه منفي هڅې ناکامه دي او سوله به هرو مرو رازي." 

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو او افغان حکومت د تېر کوچني اختر په څېز په نېکمرغه لوی اختر کې هم سره درې ورځنی اوربند کړی دی، چې له هرکليو سره مخ شوی.