ملي بیرغ زموږ د ټولو هویت دی

دا ورځ د سرتېرو په نوم ونمانځۍ، همدا سرتيري دي چې دا بیرغ یې هسک ساتلی او دښمن ته یې اجازه نه ده ورکړې چې ان دې بیرغ ته سپک وګوري.

د افغانستان دښمنان هرکله هڅه کوي چې دا بیرغ ټیټ شي او هیڅ ځآی رپانه نه اوسي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دي چې دا بیرغ یې په لوړو څوکو او د افغانستان په ګوډ کوډ کې لوړ ساتلی دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې بیرغ قسم یاد کړی چې پت او عزت به یې ساتي او دا یې ثابته کړې هم ده.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې بیرغ او ملي هویت د ساتنې لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او لا هم ژمن دي چې دا بیرغ به نه پریږدي چې دښمن یې ټیټ کړي.

د دې ورځ نمانځنه د دې لپاره ده چې دا بیرغ راتلونکو نسلونه ته د یو قوي ارزښت او هویت په توګه وساتل شي.

که په دې ورځ د سرتیرو هر څومره ستاینه او قدرداني وشي، بیا هم کمه ده، ځکه دا ورځ نن د سرتیرو له برکته نمانځل کیږي.

سرتیری د دې بیرغ لپاره سینه سپر کوي او بیرغ ساتي، د دې بیرغ ارزښت تر هغې لوړ دی چې تاسو یې فکر کوئ.

که یې په وینو حساب کړو، په دې وطن کې هر هسک بیرغ د څو سرتیرو په وینو ککړ دی او د دې لپآره یې قرباني ورکړې ده.

د افغانستان ملي بیرغ د یووالي نښه ده، د دې بیرغ لپاره زیات شمېر افغانانو قرباني ورکړې، خو دا بیرغ یې نه دی سرټیټه کړی.

د دې ورځ نمانځنه د دې لپاره چې؛ د دې بیرغ د ساتلو لپاره د قربانیانو د قربانیو درناوی وشي او راتلونکی نسل له ملي احساس سره وروزل شي.

دې بیرغ سره لا زیاته مینه کول پکار دي، لا ډير زړه کې ځای ورکول پکار دي چې مینه زیاته او یووالی پياوړی شي.

دا بیرغ؛ د ویاړ بیرغ دی او د افغانانو په قربانیو هسک ساتل شوی دی.
موږ له یووالي پرته بله لار نه لرو، یواځې دا چې د دې ویاړلي بیرغ تر سیوري لاندې سره راټول او یو بل ومنو.

د دې ورځې د نمانځلو ستر پيغام هم یووالی دی چې ټول په یوه ورځ د یو بیرغ قدر وکړي، مینه ورکړي او خلکو ته وښيي چې افغانان که هر څومره سره وړو موضوعاتو کې اختلاف لري، ملي موضوعاتو کې سره یو دي او هيڅوک یې نه شي جلا کولی.