خوست کې لاريون: پښتانه نه بېلدونکي دي؛ پاکستانه اغزن تارونه مه غځوه 

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، نن ورځ خوست ولايت کې يو شمېر ځوانانو د يو لارين په ترڅ کې له پاکستان حکومت وغوښتل چې پر ډيورنډ کرښه دې له پارېدونکو چارو لاس پر سر شي. 

دوی د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې پښتون قوم نه بېلدونکی دی او پاکستان دې د اغزن تار له غځولو او پر ډيورنډ کرښې د خنډونو له جوړلو لاس پر سر شي. 

د لاريون ګډونوالو همدا ډول د پاکستاني ملېشه ځواکونو له خوا پر افغان خاورې د توپونو او توغنديو بريدونه چې يو شمېر ولسي وګړو ته په کې تلفات رسېدلي، غاندلي او پر افغان خاورې يې څرګند تيری بللی دی. 

د خوست په ننني لاريون کې پر حکومت او افغان طالبانو غږ وشو، چې د سولې بهير دې پيل او بين الافغاني خبرو ته دې سره کېني.