ايران خليلزاد ته په ځواب کې: د سولې د هغه بهير ملاتړ کوو چې د افغانانو په مشرۍ وي نه دې امريکا 

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، کابل کې د ايران سفارت د يوې خبرپاڼې په نشر سره د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خليلزاد وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی. 

خبرپاڼه کې د خليلزاد هغه خبرې چې ايران د افغان سولې ملاتړ نه کوي رد شوې دي او ويل شوي دي چې دغه هېواد د هغه سولې ملاتړ کوي چې مشري د افغانانو په لاس کې وي. 

خلیلزاد د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس عراقچي وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي وو، چې ایران د افغانستان د سولې د بهیر او همدارنګه په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو له حضوره ناخوښ دی.

د يادونې ده چې امريکا او ايران افغانستان کې يو بل د سولې خبرو د نه ملاتړ او ناڅرګند نيت په لرلو تورونوي.