عبدالله د مديريت وړتيا نه لري او که بوخت دی؟ 

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ نېږدې اويا ورځې وړاندې سياسي هوکړه لاسليک، چې په پايله کې يې دی (ډاکټر عبدالله عبدالله)  له ټاکنيز کړکېچ لاس په سر او حکومت کې ور ګډ شو. د عبدالله عبدالله په برخه کې د سولې بهير مديريت چې د مصالحې عالي شورا له لارې يې کوي، کابينه کې پنځوس سلنه ونډه او د دولت عالي شورا مشري ورسېدل. 

له دوه مياشتو ډېر وخت تيريږي خو تر اوسه د مصالحې عالي شورا له ادرسه د سولې برخه کې کار څه چې تر اوسه د دغه شورا داخلي جوړښت هم نه دی بشپړ شوی. د مصالحې عالي شورا  پنځه مرستيالان لري، چې دوه يې د عبدالله عبدالله هغه پخواني ټاکنيز مرستيالان دي او درې به ورته نوي ټاکل کيږي. همدا ډول د مصالحې شورا څو دننه برخې لري چې تر اوسه د داخلي جوړښت چارې نابشپړې او نيمګړې پاتې دي. 

د مصالحې عالي شورا به طالبانو سره د افغان مرکچي پلاوي چارې هم مديريت کوي خو اوس نه يوازې چې دغه شورا په کوم عملي کار لاس نه دی پوري کړی، بلکې د سولې مرکچي پلاوی يې هم له رسنيو ورک کړی دی. 

له بلې خوا په کابينه کې د عبدالله عبدالله پنځوس سلنه ونډه ده. تر مياشتو عبدالله عبدالله له خپل ټيم سره په دې نه جوړېدو چې چاته کوم وزارت او څوکي ورکړي خو چې کله يې تر يو بريده دغه ستونزه حل کړه، نو بيا يې ځيني داسې کسان معرفي کړي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د منلو نه وو. 

له ولسي جرګې نېولي بيا تر عام ولس پوري پر عبدالله عبدالله دا نيوکې کيږي چې پر ورسپارل شوې چارو کې پاتې دی. عبدالله عبدالله دوه - درې ورځې وروسته پر خپلې فېسبوک پاڼې د لېدنو او خبرو پوسټ وکړي، خو بيا تر اوسه يې د سولې برخه کې عملي ګامونه نه دي اخېستي. 

پر عبدالله عبدالله نيوکه کيږي چې خپل وخت په سياسي کړو وړو کې تېروي او هغه څه چې د افغان ولس هيله او اوس مهال د نوموړي دنده او مسووليت شوی دیو شاته کړې دي. دا نه ده مالومه چې عبدالله عبدالله د سولې بهير د مديريت وړتيا نه لري او مه پر کومو نورو سياسي او شخصي چارو بوخت شوی دی. 

ولسمشر غني هم د کابينې د نه بشپړتيا په اړه له ملي تلويزيون سره په خپلې وروستۍ مناظرې کې ويلي وو، چې دغه نيمګړتيا ډاکټر عبدالله عبدالله پوري اړه لري او تر اوسه يې له خپله اړخه کسان نه دي معرفي کړي. 

تېره ورځ د تېرو ولسمشريزو تاکنو نوماند او د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل هم پر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني نيوکې وکړې. نبيل له عبدالله عبدالله وغوښتل چې د سولې بهير د افغان ولس ستر ارمان دی او بايد چې چټک يې کړي.