طالبان: چمتو يو چې له اختر وروسته مقابل لوري سره بين الافغاني خبرې پيل کړو 

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې له لوی اختر وروسته مقابل لوري سره بين الافغاني خبرې پيلوي خو په دې شرط چې تر اختر د دوی ټول بنديان خوشي شي. 

نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "‏اسلامي امارت آماده دی چې تر راتلونکي لوی اختر پورې د مقابل لوري پاتې بندیان په دې شرط خوشي کړي چې زموږ پاتې بندیان هم د لست سره سم را خلاص شي. 

د بندیانو د خلاصون د پروسې له تکمیل سره سم، اسلامي امارت تیار دی چې له اختر وروسته پيوسته بین الافغاني مذاکرات پيل کړي."

حکومت د طالبانو له خوا د بنديانو په ۵زره کسيز نوملړ کې د نېږدې شپږ شوه بنديانو له خلاصون سره مخالت ښوودلی دی او زياتوي چې د دوی جرمونه درانه دي.