د پاکستان واګه بندر لارې د۶۷۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت وچه مېوه او نور افغاني توکي هند ته ورسېدل

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري۹، د پاکستان او هندوستان ترمنځ پنجاب ايالت واګه بندر له لارې د افغاني توکو ۱۶ پټي يا محولې هندوستان ته رسېدلي دي. د دغه توکو بيه ۶۷۰زره امريکايي ډالر ښوودل شوې ده. 

هندي چارواکو ويلي دي چې پر افغاني ټوکو بار ۱۴ موټرونه د واګه بندر له لارې هندوستان ته رسېدلي دي، چې په همدې مياشت کې به د هندوستان په بازارونو کې ووېشل شي. 

د هندوستان او پاکستان ترمنځ سوداګري څه وخت وړاندې تړل شوې وه، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ هوکړې پر اساس افغاني توکو د پاکستان له لارې هندوستان ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه.