تېره شپه هلمند کې جګړه او موټر بم بريد شوی 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، تېره شپه د هلمند ولايت په نهراج سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوځي مرکز موټربم بريد او جګړه شوې ده. دغه پېښه کې  لږترلږه ۶ افغان سرتیري ژوبلېدلي دي. 

د هلمند ولايتي ادارې په يوې خبرپاڼې کې د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې امنیتي ځواکونو وسلوال په شا تمبولي خو مني، چي په سیمه کي جګړه د څو ساعتونو لپاره روانه وه.

د هلمند ولايت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "شاوخوا يو ساعت وړاندې وسله والو مخالفينو چې غوښتل يې  پر لويه لاره ماينونه ځای پر ځای او پر امنيتي او دفاعي ځواکونو لوي بريد وکړي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی.

دښمن لومړی موټربم بريد کړی، چې ورسره سم د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، سيمې ته منتظره قطعه هم رسيدلې چې دا مهال نښته روانه او امنيتي او دفاعي ځواکونه په تصفيه بوخت دي.

د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ درې وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخميان دي.
متاسفانه زموږ شپږ تنه سرتيري هم زخميان شوي دي. او دا مهال سيمه د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر بشپړه کنټرول لاندې ده."