پر حکومت د افغانستان بشر حقونو کمېسيون غږ: په جنګي جرمونو تورن طالب بندیان مه خوشي کوئ

روهي (دوه نۍ/۳۰ د چنګاښ)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له افغان حکومت غوښتي دي چې هغه طالب بنديان چې جنګي جرمونه يې کړي دي بايد خوشي نه شي. 

د افغانستان د بشر حقونو خپلبواک کمېسيون په يو خبر پاڼې کې په جنګي جرمونو د تورن طالب بنديانو خوشي کېدو مخالفت سره له حکومت او طالبانو دا هم غوښتي دي چې د بنديانو په اړه ولس سره مالومات شريک کړي. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رسنیو د برخې مشر ذبیح الله فرهنګ په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غواړي، دغه ۵۹۲ کسان چې لا نه دي خوشي شوي او حکومت یې هم د نه خوشي کولو خبره کړې، موږ غواړو چې دوی د بشري وضعیت په اړه معلومات ولرو او په دې برخه کې د کمېسیون کارمنو ته د نظارت زمینه برابره کړي او ډاډمن شو چې بشري وضعیت یې له قانون او اصولو سره سم دی. بل خوا غواړو پوه شو چې په جرمي جرمونو تورن شوي او یا نور تورونه پرې لګول شوي وي او که څوک یې پرضد ادعا لري او ادعا یې ثبت کړې ده او که نه."

بشر حقونو خپلواک کمېسيون په دې ټېنګار کړی دی چې هغه بنديانو چې خوشي کيږي جنګي جنايتونه يې بايد وڅېړل شي او دوسيې يې له قانوني پړاونو تېرې شي. 

افغان حکومت تر اوسه نېږدې ۴۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي دي او د شااوخوا ۶۰۰ طالب بنديانو د نه خوشي کېدو يې ويلي دي.