 
        	    
                    
                                    
                    روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي دي چې د شپږيزې سياليو اووم پړاو د همدې روان ميلادي کال سېپټمبر مياشت کې کابل پيلږي. يادې لوبې د افغانستان ملي راډيو ټلويزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي. 
 د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي چې دا پړاو د دوه اوونیو لپاره دی، چې د سپټمبر پر ۱۲ پیل کیږي او وروستۍ لوبه به یې د سپتمبر پر ۲۵ وی.
 د افغانستان کرېکټ بورډ او ملي راډيو تلويزون له خوا په دې پار يو تړون هم په رسمي ډول سره لاسليک شوی. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								