پوليسو (خوست، کاپیسا، پروان، تخار او بدخشان) بدخشان ولايتونو ۲۵ مجرمين نېولي 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې، خوست، کاپیسا، پروان، تخار او بدخشان ولايتونو کې ۲۵ مجرمين نېول شوي دي. 

دغه کسان د وژنو، انسان تښتونو، وسله والو غلو او  غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د خوست، کاپیسا، پروان، تخار او بدخشان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې څو بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ تنه د وسله‌والو غلاو، قتل او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.

د دې کسانو له منځه د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱ تنه نامسووله وسله‌وال له ۱۱ میله بېلابېل ډوله وسلو، کاپیسا ولایت کې اته تنه د وسله‌والو غلاو، د پروان ولایت په شیخ‌علي ولسوالۍ کې دوه غله له دوه میله وسلو، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې درې تنه د قتل او د تخار ولایت په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې هم یو قاتل نیول شوي دي."