ولسمشر غني او عبدالله د متحدو ايالتو ملي امنيت رئيس سره ټېلفوني خبرې کړي 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرت اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.

دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر پیل شي.

په همدې ترتیب دواړو لوریو په دغه ټلیفوني تماس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه چې باید دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر، بند شي.