
روهي (جمعه/۲۷ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ د تخار ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره کتلي دي او د سولې پر بهير غېدلي دي.
عبدالله عبدالله ويلي چې د سولې بهير چې اوس مهال يې مسووليت ده ته سپارل شوی دی په تول توان او وړتيا به يې وړاندې يوسي. عبدالله عبدالله د سولې بهير کې د ميرمنو او ځوانانو په شتون ټېنګار کړی.
په دې وروستيو کې پر عبدالله عبدالله نیوکې کيږي چې پر سياسي کړ وړو يې سر شوی او د سولې بهير يې شاته غورځول دی. د يادونې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا دننه جوړښت تر اوسه نه دی بشپړ شوی.