رسنۍ: ولسمشر غزني ته تللی او هم مهاله پر غزني ښار د توغنديو بريدونه شوي 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يو دولتي پلاوي سره يو ځای غزني ولايت ته تللی دی. ولسمشر محمد اشرف غني به دغه سفر کې د غزني ولايت عمومي وضعيت وارزوي. 

ټاکل شوې ده چې ولسمشر به دغه سفر کې د غزني ولايت د ولايتي ادارې وراېخوا دغه ولايت کې له ديني علمانو، ميرمنو او ځوانانو سره هم ناستې تر سره کړي. 

بيا له بلې خوا يو شمېر رسنيو لېکلي دي چې غزني ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال د غزني پر ښار د توغنديو بريدونه شوي دي. د تلفاتو په اړه تر اوسه مالومات نشته. 

ويل کيږي چې توغندي هغه ځای څخه په يو څه واټن کې لګېدلي دي، چېرته چې د ولسمشر لپاره د ښه راغلاست مراسم نېول شوي. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ولايتي سفرونو په لړ کې له دې وړاندې لوګر او کاپيسا ولايتونو ته تللی وو.