کونړ کې افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې: د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۹ ټپيان دي

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، د هېواد ختيځ کونړ ولايت کې نن ورځ پاکستاني او افغان ځواکونو پر يو او بل ډزې کړې دي. د دواړه خواوو ترمنځ جګړې نېږدې پنځه ساعتونه دوام کړی دی. 

د کونړ ولايتي مسوولين وايي چې پاکستاني ځواکونو لومړۍ د سرکاڼو په نواپاس سيمه کې د افغان ځواکونوپر پوستو بريدونه کړي او همدا ډول يې پر مررورې ولسوالۍ د توپونو ډزې وار کړې دي. 

د کونړ د امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان رسنيو ته ويلي دي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې شپږ ولسي افغانان وژل شوي  دي او همدا ډول نهه نور ټپيان شوي دي. د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي. 

له دې وړاندې افغان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې  د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د غېر قانوني اقداماتو د تر سره کولو اجازه نه ورکوي.