د فهيم او دوستم د امتیازي مارشالۍ وراېخوا؛ سردار شاه ولي خان څنګه او ولې د (افغانستان مارشال) او د (کابل فاتح) شو؟ 

سردار مارشال شاه ولي خان د افغانستان په تاريخ کې لومړنی مارشال ثبت شوی دی. سردار مارشال شاه ولي خان په ۱۸۸۸ز کال کې د اپريل په مياشت کې زږېدلی وو. نوموړی هغه مهال چې اوسنۍ خيبر پښتونخوا يا د ډيورنډ کرښې هغه خواو سيمې بريتانوي هند ته نه وي ورکړل شوې، د بريتانوي هند په (دېرا دوون) ښار کې زږېدلی وو. د دې  محمد نادر شاه، سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان ورور او د افغانستان د پخواني ټولواک اعليحضرت محمد ظاهره شاه او د افغانستان پخواني او لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان تره يا کاکا وو. 

هغه وخت چې د غازي امير امان الله خان پلار اعليحضرت امير حبيب الله خان واکمني وه، نو سردار شاه ولي خان د شاهي ګارد قومندان وو. سردار مارشال شاه ولي خان يوه پوځي او سياسي څېره وه او لاندې دندې يې تر سره کړې دي. 

په ۱۹۰۶ ز. کې د شاهي ساتونکو بولندوی؛ 
په ۱۹۲۱ ز. کې د سپرو پوځيانو بولندوی؛ 
په ۱۹۲۴ ز. کې د امير امان الله خان د شاهي پوځ غړی؛ 
په ۱۹۲۹ ز. کې د محمد نادر شاه وايسرای؛ 
له ۱۹۳۵ ز. - ۱۹۳۶ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير؛ 
له ۱۹۳۶ ز. - ۱۹۳۷ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير؛ 
له ۱۹۴۸ ز. - ۱۹۴۹ ز. پورې پاکستان کې د افغانستان سفير. 

مارشال شاه ولي خان تاريخ کې د افغانستان مارشال او د کابل فاتح په نوم هم ثبت شوی دی. هغه وخت چې د حبيب الله کلکانی مشهور په بچه سقاو، وسله والو د امير امان الله خان د حکومت پر وړاندې بغاوت وک او وروسته واک ته ورسېدل،  نو سردار شاه  ولي خان د حبيب الله کلکاني پوځيان مات کړل، چې دې سره د کابل فاتح او د افغانستان د مارشال لقبونه ورکړل شول. 

مارشال شاه ولي خان ته د جګړې د بريا وروسته مارشالي ورکړل شوه او د افغانستان لومړنی مارشال شمېر کيږي. افغانستان کې د کورنيو جګړو او د وروستيو ۴ لسيزو ناخوالو په ترڅ کې د نوموړي نوم د خلکو له ياد وتلی، هر وخت چې د محمد قسيم فهيم او اوس مهال د جنرال عبدالرشيد دوستم د امتيازي مارشالۍ خبرې کيږي، نو سردار مارشال شاه ولي د افغانستان د لومړني مارشال په توګه د خلکو ذهننو ته ورځي. 

سردار مارشال شاه ولي خان په ۱۹۷۷ز کال کې د اپريل په مياشت کې د ۸۹ کالونو په عمر ومړ.