د کورنیو چارو وزارت: په (عقاب تخار) مشهور د ولسي جرګې د يوې وکيلې زوی چې خپلسری وو ونېول شو 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د کرونيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال عبدالصبور قانع د نن   ورځ  کابل کې په یوه خبري غونډه کې ويلي، چې زبیر دانش مشهور په عقاب تخار، يو خپلسری او د له قانون سرغړونکی پوليسو ونېولو. 

زيبر دانش تورن دی، چې ښاري نظم يې ګډوډلو، هوايي ډزې به يې کولې او همدا ډول يې د قانون د پر وړاندې سرغړونې کولې. قانع رسنیو ته ويلي، زبیر دانش څارنوالي ته ورپېژندل شوی دی.
نوموړي دا هم ويلي چې زبیر دانش ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازې حبيبه دانش زوی، خو جرم شخصي عمل دی او نوموړې ته سرايت نه کوي. همدا ډول دا چې زبیر دانش د ولسي جرګې د غړې زوی دی د هغه په جرم کې بدلون نه شي راتللی. 

په ورته وخت کې د عقاب تخار مور او ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې حییبه دانشو  ټولې خبرې او خپرې شوي وېډیوګانې په ټولنېزو سايټونو  کې بې بنسټه او جعلي يادوي  او خپل زوی بې ګناه بولي.