کرزی او عبدالله پر سوله سره غږېدلي 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېدلي. دغه ناسته کې بين الافغاني خبرو پر پيل او او لويه د سولې پر بهير خبرې شوې. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "پدې لیدنه کې ښاغلي حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل په ژر بشپړېدو ټینګار وکړ، یوځل بیا یې د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ او تمه یې وښوده، چې د سولې په برخه کې به همغږي لا زیاته شي.

د ښاغلي حامد کرزي له نیکو نظریاتو مې مننه وکړه او هیله مې وښوده چې د موجوده ستونزو د حل په موخه به ژر د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي، افغانان به د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند او د ستونزو د سوله ییز حل شاهدان اوسي. همدارنګه ټینګار مو وکړ، چې اوسنی تاوتریخوالی او روان قتل د زغم ندی."

د مصالحې عالي شورا له جوړېدو نېږدې دوه مياشتې تيريږي، خو نيوکه دا ده چې تر اوسه د عبدالله عبدالله په مشرۍ دغه شورا نه ده توانېدلي، چې د شورا دننه جوړښت بشپړ کړي.