د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون: تېرو ۶ مياشتو کې ۱۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون خپل راپور کې ويلي دي چې په تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان کې د تاوتريخوالي له امله ۱۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۷۴۴ نور ټپيان شوي دي. 

دغه راپور کې د ولسي وګړو ۴۵،۵ سلنه پړه پر طالبانو، ۱۵،۵ سلنه پر افغان امنيتي ځواکونو، ۶،۳ سلنه پر داعش ډلې او ۲،۳ سلنه افغانستان کې د شته بهرنيانو ځواکونو په غاړه اچول شوې ده. 

د ياد راپور اړوند د روان کال په شپږو مياشتو کې ۸۸۰  امنيتي او د تلفاتو پېښې شوې خو بيا هم د تېر کال په پرتله روان کال د پېښو او تلفاتو کچه ۱۱ سلنه را ټېټه شوې ده. 

دا راپور په داسې وخت کې خپريږي چې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک وروسته، تکراراً افغانستان کې د جګړو له ښکېلو غاړو غوښتل کيږي، چې تاوتريخوالی راکم کړي.