افغانستان کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت  د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۵ کسان تازه په کرونا ويروس ککړ شوي دي. دې سره د ټولو مثبتو پېښو ۳۴۷۴۰  ته ورسېد. 

همدا ډول تر اوسه ۱۰۶۲ کسان د کرونا ويروس له امله تر اوسه افغانستان کې مړه شوي او ۲۱۴۵۴ نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي. 

له تېر کوچني اختر را وروسته افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی خو روغتيا وزارت بيا هم ټېنګار کوي، چې خلک بايد ټولنيز واټن په پام کې ونېسي له بهر ته د تګ پر مهال ماسک واغوندي.