د صلاح الدين رباني او سيد اکبر آغا لېدنه 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پخواني چارواکي او اوس مهال د سياسي مسايلو شنونکي سيد اکبر آغا او د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني سره لېدلي.

دغه لېدنه د صلاح الدين رباني په دفتر کې شوې ده. صلاح الدين رباني د يادې لېدنې په اړه لېکلي دي، چې د سولې پر بهير او نورو ملي مسايلو خبرې وشوې. 

د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال جمعيت ګوند چې د صلاح الدين رباني پلار، برهان الدين رباني يې مشري کوله پنځه کاله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر نوم جګړه وکړه. 

په دې وروستيو کې د سولې خبرو او حکومت کې د جمعيت ګوند د برخې اخېستو په اړه د ګوند دننه ستونزې راپيدا شوې دي، چې په پايله کې يې د ګوند اکثريت مخکښو غړو صلاح الدين رباني له دندې لېرې کړی.