هېواد کې د کرونا ويروس ۸۵ نوې پېښې ثبت شوې دي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس نوې ۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴۴۵۱  ته رسېدلی دی. 

له تازه پېښو کابل (۱۴)، هرات (۱۸)، کندهار (۵)، بامیان (۲۰)، ننګرهار (۴)، تخار (۱۰)، کندز (۳)، بدخشان (۸)، وردګ ميدان (۱)، لغمان (۱) او کونړ کې يوه پېښه ثبت شوې ده. 

همدا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۸۱ نور کسان درملنه شوې دي. روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو اوونيو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ سلنه کمې شوې دي.