
روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د افغانستان مرکزي دايکنډي ولايت څخه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو او پوليسو سره نښته کړې، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. نښته تېره شپه د دايکنډي ولايت په پاتو نومي ولسوالۍ کې شوې ده.
ويل کيږي چې طالبلنو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي چې دواړه خواوو ته يې تلفات اړولي دي. د تلفاتو کره شمېرې نه دي په ګوته شوي.
د دايکنډي امنيه قومنداني امنيت امر نقيب الله مالستاني امريکا غږ ته ويلي دي، وسله والو طالبانو د تېرې شپې ناوخته بریدونو څلور ساعته دوام وکړ چې د هوايي ځواک رسېدو سره په شا وتمبول شول.
د دايکنډي ولايت پاتو ولسوالي د مرکز په ۲۰ کيلو متره کې پرته ده او په دې وروستيو کې ناامني په کې زياته شوې ده.