محب: د طالبانو  تاوتريخوالي د سولې مخامخ خبرو مخه نېولې ده 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د ملي امنيت شورا په هېواد کې د طالبانو له خوا د وروستيو تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښوودلې ده او ويلي دي چې د طالبانو وروستيو بريدونو  د سولې مخامخ خبرو لار نېولې ده. 

ملي امنيت شورا د حمد الله محب له خولې لېکلي  دي، "جنایت کوونکي تروریستان د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ پر لاره د سړک غاړې ماین په ښخولو سره نن مازدیګر د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. 

د تروریستي ډلو له لورې د افغانستان د ښځو، ماشومانو، مسافرینو او بې ګناه خلکو په نښه کول، نه بخښل شوی جنایت دی او دا څرګندوي چې دغو ډلو د ډار او وحشت د رامنځ ته کولو لپاره له هیڅ راز کړنې څخه ډډه نکوي. 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په زیات شمیر سیمو کې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی او د مخامخو خبرو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي. 

د دغه وحشیانه برید په غندلو سره خپل د خواخوږی او تسلیت مراتب د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوم او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره بشپړه روغتیا غواړم."

خو طالبانو له دې وړاندې څو ځلې ويلي دي، چې امريکا سره يې د سولې هوکړې له لاسليک  وروسته بريدونه د پام وړ راکم کړي دي.