افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ۶ کم زرو ته ورسېد 

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴۳۶۶ پورته شو. 

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي. د مړينو تازه شمېرو د ټولو مړو شمېر هم ۹۹۴ تنو ته رسولی دی. د مړينې تازه پېښې په کابل، کندهار او زابل ولايتونو کې ثبت شوې دي. 

که څه هم افغانستان کې هر ورځ د کرونا ويروس نوې پېښې ثبتيږي خو عامې روغتيا وزارت وايي چې د تېر په پرتله اوس ورځو کې د کرونا ويروس پېښو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.