پېلوټان يې جعلي سندونه لري؛ له اروپا وروسته امريکا هم د پاکستان د نړیوال هوایي چلند پر ادارې يا (پي آی اې) بنديزونه ولګول 

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، څه وخت وړاندې داسې راپورونه خپره شول چې د پاکستان د نړیوال هوایي چلند يا (پي آی اې) ادارې يو شمېر پلېوټان جعلي سندونه لري. د نړۍ يو شمېر هېوادونو په دې اړه له پاکستان سپيناوی وغوښت. 

اروپايي ټولنې د شپږو مياشتو لپاره د اروپايي هېوادونو هوايي حريم ته د پي آی اې الوتنې بند کړې. له اروپايي ټولنې وروسته اوس مهال امريکا هم د پاکستان پر يادې هوايي ادارې بندزيونه لګولي دي. 

د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان د تحقیقاتو د نتیجې د اعلان پر وخت پارلمان ته وویل چې د ۸۶۰ پیلوټانو نه د ۲۶۰ یې اسناد جعلي دي او یا یې په آزموینه کې نقل کړي.