د عبدالله عبدالله د وزيرانو په نوملړ کې يوازې دوه پښتانه شتون لري؛ ۷ تاجکان، ۳ هزاره ګان او ۲ ازبک دي

روهي (جمعه/۲۰ د چنګاښ)، رسنیو هغه نوملړ خپور کړی دی چې عبدالله عبدالله ۱۴ وزيران په کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورپېژندل شوي دي. دغه نوملړ کې تول هغه کسان شامل دي، چې د عبدالله عبدالله سره په ټاکنو کې ملګري وو. 

د نوملړ په اړه لومړني مالومات ښيي چې یوازې دوه وزيران په کې پښتانه معرفي شوي دي. تر ټولو ډېر تاجکان دي چې شمېر اووه تنو ته رسيږي، هزاره ګان درې او تاجکان دوه تنه دي. 

۱- مسعود اندرابي د کورنيو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۲- فضل احمدد معنوي د عدليې نوماند وزير؛ تاجک
۳- انورالحق احدي د کرنې نوماند وزير؛ پښتون
۴- نور رحمانی اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۵- محبب الله صميم د قومونو او قبايلو چارو نوماند وزير؛ پښتون
۶- مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۷- معصومه خاورې د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نومانده وزيره؛ هزاره
۸- نثار احمد غوريانی د سوداګرۍ نوماند وزير؛ تاجک
۹- منصور سادات نادري د اقتصاد نوماند وزير؛ هزاره ـ اسماعيلي
۱۰- بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير؛ ازبک
۱۱- کنشکا ترکستانۍ د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزيره؛ ازبک
۱۲- عباس بصير د ټرانسپورټ نوماند وزير؛ هزاره
۱۳- او نجيب آقا فيهم د شهيدانو او معيبينو چارو کې  د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۱۴- عزيز الله آرينفر د ادارې اصلاحاتو ادارې رئيس؛ تاجک

د يادونې ده چې د ټاکنو پر مهال د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې نوم ثبات او همپالنه وه خو اوس يې پورته نوملړ کې د ټولنيز عدالت تر نوم لاندې شعار لا هم د شعار په ډول پاتې دی.