ايټاليا کې ډاکټرانو په برياليتوب سره د دوه غبرګونو ماشومانو نښلېدلې جمجمې سره جدا کړې 

روهي (جمعه/۲۰ د چنګاښ)، دوه کاله وړاندې د ايټاليا په واتيکان کې د دوه ماشومان په غبرګوني ډول زږېدلي وو، چې د سر په برخه کې يې د شا جمجمې سره پيوستې وې. ډاکټرانو يې جراحي عمليات کړي او سره جدا کړي يې دي. 

د دغه دوه ماشومانو د سر جمجمې سره لګېدلې وي او دوه ځلې يې جراحي عمليات وشول خو پايله يې ورنه کړه. د درېيم ځل لپاره يې عمليات شوي او بريالي شوي دي. 

دغه دوه ماشومان دوه کاله وړاندې افريقا کې پيدا شوي او د سر په  جمجمې برخه کې يې د وينې رنګونه هم سره شريک وو، چې ايټاليا کې يې جراحي عمليات وشول. 

روغتياپالان وايي چې نړۍ کې په هر دوه مېلېونه انسانانو کې يو جوړه يې په غبرګوني ډول او هغه هم په داسې ډول چې د وجود د سر يا بله برخه يې سره نښلېدلې وي، پيدا کيږي.