رباني: د اوسني حکومت مشروعيت د پوښتنې وړ دی 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني نن ورځ کابل کې د مولوي قيام الدين کشاف د مړينې په تلين غونډه کې د اوسني حکومت پر مشروعيت، د سولې بهير او د جمعيت ګوند دننه کړکېچ په اړه خبرې کړي. 

صلاح الدين رباني ويلي چې د اوسني حکومت مشروعيت د پوښتنې لاندی دی، چې له ټاکنو يې مشروعيت اخېستی او که د يوې سياسي هوکړې په ترڅ کې مشروعيت تر لاسه کوي. 

ياده ناسته کې صلاح الدين رباني ويلي چې د سولې په اړه د دوی دريځ روښانه ده دی؛ لنډمهاله اوربند نه بلکې تل پاتې سوله غواړي او د سولې وروسته بايد د افغانستان د نظام ډول هم بدلون وکړي.   

صلاح الدين رباني ويلي چې د سياسي هوکړې سره د دوی مخالفت هم څرګند دی چې په واک کې دندې نه بلکې په واک کې يې د شراکت غوښتنه او د نظام د ډول بدلون وو. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د عطا محمد نور، يونس قانوني او د جمعيت ګوند  يو شمېر نورو مخکښو غړو وروستۍ کړنې د جمعيت ګوند پر وړاندې دسېسې بللې دي او ويلي دي چې دغه ګوند د تېر په پرتله اوس ډېره وړتيا لري چې د دسېسو پر وړاندې ځواب ووايي. 

نوموړي د هېواد د ديني عالمانو وژل ځنځيري بللي او ويلي  دي، چې  امنیتي ارګانونه د هیواد د عالمانو د زنځيری وژنو په اړه، د دې وژنو د پردې ترشا اهداف او همدارنګه د پلان جوړونکي په هکله باید خلکو ته توضیحات ورکړی.