کابل کې مې د متحدو ايالتو له شارژدافیر سره د ټول - ګډ (ټول - شموله) حکومت پر جوړېدو خبرې وکړې 

 روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله کابل کې د متحدو ايالتو له شارژدافیر راس ویلسن سره د بنديانو پر تبدلې، سولې او د د يو نوي ټول شموله حکومت پر جوړېدو غږېدلی دی. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "پدې ویډیوي کنفرانس کې پر وروستیو سیاسي بدلونونو، د نوي ټولشموله حکومت پر جوړېدو، د سولې خبرو اترو، د بندیانو پر تبادلې او د سولې بین الافغاني خبرو په پیل بحث او د نظرونو تبادله وشوه."

عبدالله عبدالله د ټول - شموله حکومت د جوړېدو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي. نوموړي د ټاکيزو جنجالونو پر وخت هم د ټول شموله په نوم موازي حکومت اعلان کړی وو. 

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې وروسته، دی د مصالحې شورا مشر، د حکومت په واک کې پنځوس سلنه شريک او يو شمېر نور امتيازونه ورکړل شول.