جنسي اړيکې د ايډز تر څنګ د (خولې  او مريو) سرطان هم پيدا کوي

جنسي اړيکې د ټولنيز ژوند مهم اصل دی او د اسلام  مبارک دين د اصولو اړوند، ميرمن د خاوند او خاوند د ميرمنې لپاره لباس شمېرل کيږي. د اولادونو د پيدا کېدو ترڅنګ، د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې، د لا مينې سبب کيږي او جنسي غريزه مهار کوي. د اسلام سپيڅلي دي د ښځې او خاوند حقوق، ګډ ژوند، مسووليتونه او د يو ځای کېدو شرايط او اصول په څرګند ډول بيان کړي دي. 

په اسلامي او غېرې اسلامي ټولنو کې غېر مشروع جنسي اړيکې او يا هم د ښځې او ميرمنې ترمنځ داسې جنسي اړيکې  چې د اسلامي اصولو خلاف وي، هم تر سره کيږي. يادې په حرام او غير مشروع ډول د جنسي اړيکو تر سره کول د لسګونه ناروغيو او ستونزو سبب او لامل کيږي. 

حرامې او غېر مشروع اړيکې د ايډز وراېخوا د تناسلې سېسټم نورې ناروغۍ منځ ته راوړي او دا هم شونې ده، چې  د سرطان لامل شي. وروستيو څېړونو په ګوته کړې ده، چې oral sex يا د خولې له لارې جنسي اړيکې د خولې او مريو د سرطان لامل کيږي. oral sex هغه جنسي اړيکې دي، چې نارينه د ښځې او ښځه د سړي تناسلي آلو سره خوله، ژبه او شونډي لګوي. 

څېړنې ښيي چې که چېرې د مقبال کس له تناسلي آلو سره خوله، ژبه او شونډې په تماس کې شي، نو شونې ده چې مضرې بکترياوې خولې ته دننه شي او د تخريب له لارې يې د خولې او مريو سرطان ته لار پرانېستل شي. 

د خولې له لارې جنسي اړيکې انسانانو کې د HPV  يا human papillomavirus په نوم ويروس رامنځ ته کوي. د HPV  په اړه شوې څېړنې ښيي چې دغه ميکروب د خولې له لارې د جنسي اړيکو پر اساس منځ ته راځي او بيا دغه HPV  سبب کيږي، چې يو کس د خولې او مريو په سرطان اخته شي. HPV  سل ډولنه لري، چې له سلو څخه ۱۵ يې د سرطان سبب کيږي. 

۲۰۱۷ کال کې امريکا کې يوه شوې څېړنه ښيي چې په هر لسو امريکايانو کې شپږ نارينه او په هر لسو ميرمنو کې درې يې HPV  لري. چې بيا د HPV  ناروغانو کې ۱۵ سلنه دا شونتيا شته چې  د خولې او مريو په سرطان به اخته شي. وړاندې مو ذکر وکړ، چې د HPV د عمده لاملونو يو يې د خولې له لارې جنسي اړيکې دي.