 
        	    
                    
                                    
                    روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، له تېرو څو ورځې د پاکستان په څو ښارونو کې شديد بارانونه او سيلابونه رامنځ ته شوي دي، چې ځينو ښارونو کې برېښنا شارټ شوې ده. 
د کراچۍ په شمول د پاکستان په سترو ښارونو کې د برېښنا د شارټۍ له امله پنځلس کسان وژل شوي دي، چې کم عمره ماشومان هم په کې شامل دي. 
د ميلادي کال په جولای او اګست مياشتو کې د پاکستان او هندوستان په ځينو سيمو کې سخت بارانونه کيږي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ انساني تلفات هم رامنځ ته کوي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								