ولسمشر غني: دا زمونږ دنده ده چې طالبان په حکومت کې جذب کړو 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ سهار د يو شمېر حکومتي کسانو سره يو ځای، کاپيسا ولايت ته لاړ. نوموړي د کاپيسا له ولایتي مسوولينو وراېخوا، ولسي خکو سرهدهم ناستې تر سره کړې. 

هلته، ولسمشر غني د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي، "په نظام کې د طالبانو جذب زموږ دنده ده، خو د سولې وروستۍ پرېکړه به خلک کوي. موږ په اجماع او تدبیر د سولې په برخه کې کار کوو او د سولې ظرفیت، مدیریت او اراده لرو."

ولسمشر همدا ډول ويلي، "موږ داسې سوله راولو چې په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي. هغه پر دې په ټینګار چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه او تجهیز زموږ دنده ده وویل، هېڅکله نه پرېږدو چې نور د افغانستان الوتکې د کباړ په ډول په هیوادونو وپلورل شي."

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، "زه غواړم چې افغانستان نور نړۍ ته د سوال لاس اوږد نه کړي او زموږ موخه دا ده چې د انکشاف مالک پخپله واوسو، مالي منابع وساتو او د ضایع کېدو مخنیوی یې وکړو." 

ولسمشر غني له کاپيسا وړاندې لوګر ته په رسمي سفر تللی وو.