پنځم ستون: په سياسي بحثونو کې به مو د (پنځم ستون) اصطلاح  اورېدلې وي؛ پنځم ستون چاته او ولې وايي؟ 

په سياسي او حکومتي بحثونو او ناستو کې به مو د پنځم شتون کلمه چې په دري ژبه کې ورته ستون پنجم وايي اورېدلې وي. ځيني کسان د پنځم ستون کسان بلل کيږي، خو پنځم ستون چاته وايي؟ ولې دغه کلمه کارول کيږي او مخېنه يې څه ده. لاندې پرې رڼا اچوو. 

انګلسي کې پنځم ستون ته fifth column وايي چې  د هسپانوي ژبې د (quinta columna) څخه راخېستل شوې ده. د هسپانيوي د کورنۍ جګړې پر مهال دغه اصلاح منځ ته راغله. د هسپانيې کورنۍ جګړه د ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۹ کالونو ترمنځ وه. د پنځم ستون اصطلاح د هسپنايې د کورنۍ جګړې وروسته چې د جمهويت دوره پيل شوه، ډېره مشهوره او رسنيزه شوه. 

د پنځم شتون د رېښې په اړه لېکل کيږي، چې په ۱۹۳۶ز کال کې د جرمني د برلين ښار څخه په يو پټ تيلېګرام کې د هسپنايې په آليکانته ښار کې د هغه وخت د جرمني شارژدافير ته ويل شوې وه. له برلين څخه هسپانيه کې د جرمني شارژدافير ته ويل شوي وو، چې هلته څلور ډلې يا څلور  ملت پاله (Nationalist) ستونونه دي چې د هسپانيې د پلازمينې مادريد د نيونې هڅې کوي، او پنځه ډله يا ستون داخلي دی چې د پورته کېدو په حال کې دی. 

کله چې اروپا کې دويمه نړيواله جګړه پيل شوه او د امريکا متحد ايالت هم د يادې جګړه برخه شوه، نو د امريکا د حکومت دننه هغه کسانو ته پنځم ستون ويل کېدل، چې په جګړه کې يې د امريکا مخالفت په پټ ډول کولو. يانې له پنځم ستون څخه موخه هغه کسان وو، چې د حکومت پاليسو او سياستونو سره يې خيانت کولو او ورته وفا لرونکي نه وو. 

اوس مهال د پنځم ستون اصطلاح پراخه کارونه لري او هغه کسانو ته کارول کيږي، چې د جګړې پر مهال د حکومت په دستګاه کې شتون ولري، خو په پټ ډول د حکومت له مخالفو کسانو يا د حکومت له دښمن سره خواخوږي ولري او ورڅخه ملاتړ کوي.