شاهد افريدی: کله به چې هندوستان مونږ ته لوبې وبايللې نو لوبغاړو به يې راڅخه بښنې غوښتلې 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهد افريدی وايي چې له هندوستان سره له لوبو يې په دې ډېر خوند اخېستلو، چې ياد هېواد يې سرسخت رقيب دی. 

شاهد افريدي په يوې خپلې ورووستۍ مرکې کې ويلي دي چې ډېری وخت داسې شوي دي، چې هندي لوبغاړو به پاکستان ته د لوبې له بايللو وروسته له پاکستاني لوبغاړو بښنې غوښتلې. 

شاهد افريدي ويلي، "ډېر ځلې مونږ د هندوستان لوبډلې ته سختې ماتې ورکړې دي، دوی د لوبې پای کې راغلي او له مونږ څخه يې بښنه غوښتي." دا چې ولې هندي لوبغاړو له پاکستاني لوبغاړو د لوبې د لاسه ورکولو رووسته بښنه غوښتي دي، افريدي يې په اړه مالومات نه دي ورکړي. 

نوموړي ځيني هغه لوبې هم ذکر کړې دي چې پاکستان په کې  هندوستان  ته ماته ورکړې او هندي لوبغاړي تر فشار لاندې راغلي.